په کابل ښار کې د علاء الدین لېسې د بیارغونې چارې بشپړې شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۰:۶
xvb
د کابل ښار د علاءالدين لېسه، چې څه موده وړاندې يې د بيارغونې او ترمیم
چارې پيل شوې، په دې وروستيو کې د کابل ښار د پوهنې رئيس قاري عبدالباسط حقاني له خوا د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شوه.
د پوهنې مسئولینو په وینا؛ د يادې لېسې پر بيارغونې ۶۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلى، چې د پوهنې په برخه کې د يو همکار بنسټ له خوا ورکړل شوې دي.
سربیره پردې،د دغه لېسې لپاره د ۶۰ میزونو _ څوکیو او د پخلنځي چمتو کول هم په پورتنیو لګښتونو کې شامل دي.
د کابل ښار پوهنې رئيس له مسئولينو وغوښتل، تر څو د یادې لېسې توکي د تحویل خانې په دفتر کې ثبت او په سمه توګه وکاروي.
مراسم په دعائیې سره پای ته ورسېدل.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS