په کابل ښار کې د غازي عبدالله عالي لېسې لپاره د نویو درسي ټولګيو چارې پیل شوې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۲:۲۴
zfg
د پوهنې وزارت د چارواکو په وینا، د کابل ښار د اوومې ښوونیزې ناحیې اړوند د عبدالله غازي لېسې د ۷ بابه درسي ټولګيو او احاطوي دېوال د جوړېدو او ترمیم چارې پیل شوې.
د يادو ټولګيو د جوړولو لګښت چې د پوهنې د ملاتړ بنسټ له خوا ورکول کېږي، ۹ مېليونه ۵۴۱ زره ۷۷۲ افغانۍ اټکل شوی دی.
د کابل ښار پوهنې رئيس قاري عبدالباسط حقاني د يادې پروژې د پرانیستې پر مهال په مرکز او ولايتونو کې د ښوونيزو بنسټونو د پراختيا او رغونې په اړه د پوهنې وزارت د تګلارو د بيانولو په ترڅ کې وويل، چې د پوهنې په برخه کې د هېواد د ماشومانو لپاره متوازن ښوونیز او روزنیز خدمتونه د یاد وزارت له کاري لومړیتوبونو څخه دي.
مراسم په دعائیې سره پای ته ورسېدل.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS