په کونړ کې د څه کم ٥ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰ ښوونیزو مرکزونو د ترمیم چارې پیل شوې
د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د کونړ ولایت په کچه د یو شمېر ښوونځیو او مدارسو د ودانیو د ترمیم او بیارغونې چارې د ۴ میلیونه، ۸۵۶ زره او ۸۲۵ افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
په دغو پروژو کې د وټهپور ولسوالۍ د مرکزي لېسې، د غازيآباد ولسوالۍ د مرکزي لېسې، د اسعدآباد ښار د دم کلي د منځني ښوونځي د انګړ هوارول، د شیګل ولسوالۍ د مرکزي مدرسې، د بر کونړ ولسوالۍ د شابل منځني ښوونځي، د منورې ولسوالۍ د مرکزي لېسې، د خاص کونړ ولسوالۍ د مدرسې، د نورګل ولسوالۍ د لودم منځني ښوونځي او د سرکاڼو ولسوالۍ د ملاګوري لومړني ښوونځي د ودانیو ترمیم شامل دي.
د یادو پروژو په پلي کېدو سره به د دغو ښوونیزو مرکزونو ودانيزې ستونزې هوارې شي.
