پوهنې وزیر د ټولنیز مصونیت له رئیس سره وکتل
پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي او د ټولنیز مصونیت رئیس عبدالمعین معین په ښوونځيو کې د مصونیت راوړلو پروګرامونو په اړه خبرې اترې وکړې.
دا لیدنه چې د پوهنې وزارت په کوربتوب ترسره شوه، دواړو لورو په ښوونځيو کې د ټولنیز او عامه امنیت د ودې لپاره د پوهاوي خپرولو په برخه کې د ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.
ډاکتر بلخي په دې خبره ټينګار وکړ چې په دې برخه کې، په ښوونځيو کې د ټولنیز امنیت او پوهاوي موضوع په اړه د خلکو شواګانو همکارۍ ګټورې دي.
د ټولنیز مصونیت رئیس عبدالمعین معین په دې لیدنه کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د پوهنې وزارت سره د همکارۍ ژمنه ورکړه.
