پکتیا ولایت کې یو ښوونځي ترمیم شو
د پکتیا ولایت ځاځي آریوب ولسوالۍ اړوند د انجنیر خیال محمد لېسه، د ښوونځي د تعلیمي شورا او د سیمې علمپاله شخصیتونو په مالي مرسته د ۲۰۵ زره افغانیو په لګښت ترمیم او رنګمالي شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي له علمدوسته خلکو څخه د مننې ترڅنګ، له نورو هېوادوالو هم وغوښتل چې له دیني مدارسو او ښوونځیو سره خپلې مادي او معنوي همکارۍ دوامدارې وساتي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د سیمې خلکو او خیریه بنسټونو د همدغه ولایت له ښوونیزو مرکزونو سره ورته مرستې او همکارۍ کړې دي.
