پکتیکا ولایت کې نږدې د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو باب مدرسې رغنیزې چارې دوام لري

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۵۲
54

د پکتیکا ولایت چهاربران ولسوالۍ د "ریاض العلوم" دیني مدرسې لپاره د ۱.۸ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې نوې ودانۍ جوړولو کارونه، د همدې ولسوالۍ د پوهنې مینه والو خلکو په مالي ملاتړ دوام لري.

د پوهنې د چارواکو په وینا، په دې پروژه کې د ۹ درسي خونو او یو محراب جومات جوړول شامل دي، چې په بشپړېدو سره به یې د سلګونو طالب‌العلمانو لپاره خوندي ښوونیز چاپېریال برابر شي.

د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنیز نظام سره د علم دوسته خلکو، په ځانګړې توګه د پکتیکا ولایت د پوهنې مینه والو له مادې او معنوي مرستو مننه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS