(چاپیریال ساتنه کې د ښځو ونډه) تر عنوان لاندې د پوهاوي سیمینار جوړ شو
د پوهنې وزارت ۲۰ تنو ښځینه کارکوونکو ته د چاپیریال ساتنې برخه کې د ښځو د ونډې اړوند پوهاوییز سیمینار د چاپیریال ساتنې ملي ادارې په همکارۍ د یاد وزارت د غونډو په تالار کې جوړ شو.
د پوهنې وزارت د جندر برخې چارواکو، د یادې ادارې دا کار وستایه چې د چاپيریال ساتنې په اړه یې ښځو ته د پوهاوي په موخه سیمینار جوړ کړ. او هیله یې څرګنده کړه چې ګواکې دا ډول خپرونې دې د معارف په ټولو ادارو او ښوونخیو کې جوړې شي.
په دې سیمینار کې د چاپیریال تعریف، د چاپیریال ډولونو، د چاپيریال ارزښت، چاپیریال ساتنه کې د ښځو رول، چاپيریال ساتنه کې د اولس ونډه او همداراز د انسان په روغتیا باندې د هوا د ککړتیا اغیز باندې خبرې وشوې او د سیمینار ګډونوالو دا موضوعات خورا ګټور وګڼل.
دا چې ښځې د بشري ټولنې عمده اړخ دی، نو په دې اساس په چاپیریال ساتنه کې، د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په برخه کې او د کور او ټولنې په پاک ساتلو کې خورا اغیزناکه ونډه درلودلی شي.
