کابل ولایت کې د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي ودانۍ ترمیم شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۱:۳۴
25

د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوند د حسن البصري "رحمه الله" عالي لېسې د ودانۍ بیارغونې او ترمیم چارې د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت، د سیمه ییزو علم پاله ولسي خلکو په مالي ملاتړ بشپړې او د یاد ولایت پوهنې رئیس او چارواکو په حضور کې بېرته فعال شوه.

په دې پروسه کې د ښوونځي د احاطوي دېوال بهر د ۱۲۰ مترو په اوږدوالي اغزن تار لګول، د سپورټ لوبغالي، درسي خونو، د څښاک پاکو اوبو سیسټم بیارغونه او د اړینو تجهیزاتو پېرودل او نصبول شامل دي.

د پوهنې وزارت مشرتابه، پوهنیز نظام سره د علم پروره هېوادوالو له مالي ملاتړ ستاینه او هرکلی کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت دولینه ولسوالۍ په اړوندو کې د “خاک‌یارک” لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او د زده‌کوونکو د اولیاوو په حضور کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

غزني ولایت کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند حیدر کلي د شهداوو حیدر ښوونځي نوې ودانۍ، چې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په رسمي ډول ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ښوونځيو سره د ۳۰ پایې خېمو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ اړوند بي بي مریم منځني ښوونځي لپاره ۳۰ پایې خېمې د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم. . .

BACK TO NEWS