کاپیسا ولایت کې د سامع آزموینې اخیستلو بهیر پیل شو

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۷ - ۵:۴
کاپیسا ولایت کې د سامع آزموینې اخیستلو بهیر پیل شو

د پوهنې وزارت، کاپیسا: په کاپیسا ولایت کې د سامع آزموینې اخیستلو بهیر د نوموړي ولایت د پوهنې رئیس عبدالعلیم، د کوهستان د دویمې حصې د ولسوالۍ، ولسوال مبارک شاه شهرام، د پوهنې ریاست د نظارت امر او یو شمیر چارواکو په ګډون سره پیل شو.

یاده آزموینه په دوو تعلیمي مرکزونو کې د څه باندې زرو تنو نجونو او هلکانو څخه د دوو ورځو په موده کې اخیستل کیږي.

د کاپیسا د پوهنې رئیس عبدالعلیم عیار د یاد بهیر د څارنې پرمهال د ازموینې له ګډونوالو وغوښتل څو د آزموینې نظم په پام کې ونیسي او خپلې وړتیاوې وښیي.

ښاغلي عیار وویل: سامع آزموینه د هغو کسانو لپاره د زده کړو یو ښه فرصت دی کوم، چې د بیلابیلو دلایلو له امله له زده کړو بې برخې شوي همداراز نوموړي د آزموینې ګډونوالو ته د یاد بهیر د روڼتیا پوره ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۰:۲۳
Background image

د خیبر پښتونخوا ایالت د سیمه‌ییزو مدارسو د استادانو  ارزونه ترسره شوه

د پوهنې وزارت د اتشه دفتر پلان له مخې، د یو ښوونیز سیمینار له ترسره کېدلو وروسته، د خیبر پښتونخوا ایالت د ټولو سیمه‌ییزو مدارسو د مدرسینو د تجوید قواعدو په اړه ارزونه ترسره شوه، چې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۰:۲۳
Background image

د کندهار زون د محترمو علما‌‌ءکرامو یو ورځنۍ ازموینې په اړه خبرتیا

د لوړو زده کړو وزارت د دیني درجو او تخصصاتو لوی ریاست په پام کې لري، د هغو محترمو علماءکرامو ازموینه چې په کندهار زون کې یې نوم‌لیکنه کړې ده، د شنبې ورځ، په۱۰/۵/۱۴۴۷ نېټه واخلي.
په همدې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۰:۲۳
Background image

په غزني ولایت کې ښوونکو لپاره علمي سیمینار جوړ شو

د غزني ولایت پوهنې ریاست، د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ،  د مرکز اړوند رسمي او خصوصي ښوونځيو د ۲۵۰ تنو ښوونکو لپاره «د اسلامي ښوونې او روزنې ارزښتونه او اصول» تر سرلیک لاندې سیمینار. . .

BACK TO NEWS