د اسلامي زده کړو معین د پکتیا ولایت له سراج الاسلام مدرسې څخه لیدنه وکړه
تعلیمی ادارو او دینی مدرسو ته د پوهنې وزارت د چارواکو وروستي لیدنو په جریان کې، د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معین محترم مولوي سید اغا د پکتیا ولایت په مرکز "ګردیز" کې د سراج الاسلام مدرسې څخه لیدنه وکړه او له ښوونکو او زده کوونکو سره یې وکتل
په پیل کې د سراجالاسلام مدرسې مسوولینو د پوهنې وزارت د اسلامي تعلمیاتو معین د راتګ هرکلی وکړ او اسلامي تعلیماتو ته یې د پوهنې وزارت د مشرتابه د پاملرنې قدرداني وکړه
د سراجالاسلام مدرسې مسوولینو پداسې حال کې چې یادې مدرسې او تعلیمي چارو په اړه معلومات ورکړل خپلې ستونزې هم د اسلامي تعلیماتو معین سره شریکې کړې چې د دې ستونزو د حل لپاره د هر ډول همکارۍ ژمنه وشوه
په دې غونډه کې، د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معین د دې مدرسې له چارواکو او ښوونکو څخه مننه وکړه او د دوی هڅې یې وستایلې او له هغوی یې وغوښتل چې د هیواد ماشومان په اسلامي روحیه وروزي
