خوست کې د نجونو ښوونځۍ ته دوه جریب ځمکه وقف شو
د پوهنې وزارت_خوست: د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وايي، وکیل شاه خان د خوست ولایت د تڼیو ولسوالیو دُور ملکې کلي اوسیدونکي د پوهنې سره د مینې او لوړ احساس له امله خپله شخصي دوه جریبه ځمکه چې پنځه میلیونه افغانۍ ارزښت لري د نجونو د ښوونځي لپاره د پوهنې ریاست ته ډالۍ کړه.
د نجونو ددې مکتب لپاره اوس هم د ودانۍ چارې روانې دي. چې وکیل شاه خان له خپلو زامنو سره یو ځای کار پکې کوي.
وکیل شاه خان وایي: "زموږ په کلي کې د نجونو ښوونځي لپاره هېڅ ځمکه نه وه، دغه حالت زه سخت ځورولم، د خپل وطني احساس له مخې مې وغوښتل چې د خپل کلي ښوونځي ته باید هر ډول امتیاز پرته ځمکه ورکړم، زه ژمنه کوم چې یو څه ځمکه نوره هم لرم که ورته ضرورت شو هغه به هم د معارف لپاره وقف کړم.
همدا رنګه د خوست ولایت د پوهنې رییس نصیر احمد روښان وویل دا ډېر د خوښۍ ځای دی چې هېوادوال د پوهني په ارزښت پوهیدلي او د پوهنې له نظام سره هر اړخیزه مرستی کوی، او د وکیل شاه خان دا کړنه د ستایلو وړه ده او هیله مند یم چې نورهیوادوال د پوهنې له نظام سره مرسته وکړی.
تر دې وړاندې هم د یاد ولایت اوسېدونکو له پوهنې څخه د ملاتړ په ترڅ کې له پوهنې ریاست سره مرستي کړې دي.
