په لوګر ولایت کې سامع ازموینه پیل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱ - ۱۳:۳
په لوګر ولایت کې سامع ازموینه پیل شوه

د پوهنې وزارت_لوګر: په لوګر ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو له سامع زده کوونکو څخه د سامع ازموینې د اخیستلو پروسه رسمآ پیل شوه.
د یادې ازموینې د پیل په مراسمو کې د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي، تدریسي مرستیالې مینې سادات، د سمون او همغږۍ آمر مولوي میر سیمع الله راشد، د نظارت آمر عنایت الله خالد، د نتایجو او شهادتنامو مدیر عبدالباسط عابد برخه لرله.
دغه ازموینه د پوهنې وزارت د رسمي لارښوونې له مخې اخیستل کېږي، چې تر پنځو ورځو پورې به دوام وکړي.
په دې ازموینه کې د ۹ نجونو په ګډون ۴۴ زده کوونکي برخه لري، چې د بیلا بیلو ټولګیو سامع زده کوونکي دي.
سامع ازموینه هر کالې له هغو زده کوونکو اخېستل کېږي،چې د اقتصادي او نورو ستونزو له امله یې ځانونه له ښوونځیو څخه منفک کړي وي.
د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي د ازموینې ټول ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د چا حق به نه خوړل کېږي او د ازموینې پروسه به شفافه وي.
د یادونې وړده،چې په لوګر کې تېر کال هم د ۱۹ نجونو په ګډون ۷۴ زده کوونکو د سامع ازموینه ور کړې وه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ښار د ښوونځیو له مدیرانو سره علمي او مسلکي ناسته ترسره شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست لخوا د ښوونیزو چارو لا ښه تنظیم، د تعلیم کیفیت لوړولو، اداري چارو د پیاوړتیا او د ښوونځیو د مدیریت د اغېزمنتیا زیاتولو په موخه، د ښار د ۱۶ ګونو ښوونیزو ناحیو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست اداري کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړونې پروګرام پلی شو

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست اړوندو ۵۲ تنو اداري کارکوونکو لپاره د ادارې او مدیریت په برخه کې درې ورځنی علمي او روزنیز سیمینار پیل شو.
د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي الحاج عبدالحق حقاني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د لوګر ولایت د دیني مدارسو له بې‌سرپرسته زده‌کوونکو سره د جامو مرسته وشوه

د یوې خیریه ادارې له لوري د لوګر ولایت د دیني مدارسو ۳۰ تنو بې‌سرپرسته او بې‌وزله زده‌کوونکو ته د جامو مرسته ووېشل شوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د مرستې په دې کڅوړو کې، چې. . .

BACK TO NEWS