په ننګرهار کې د یو ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۹ - ۱۲:۳۰
په ننګرهار کې د یو ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

دپوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار ولایت دلالپورې ولسوالۍ د ورسک لومړني ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په همدې موخه په یاد ښووونځي کې په جوړو شویو مراسموکې چې دښوونځي پر زده کوونکواو ښوونکو سربیره پکې دسیمې ګڼ شمیر اوسیدونکو،قومي مخورو او دیني عالمانو برخه اخیستې وه دپوهنې ریس حسیب الله شینواري په خپلو خبرو کې وویل دننګرهار پوهنې ریاست پر وړاندې تر ټولو مهمه ننګونه د زده کوونکو لپاره د سر پناه جوړول دي چې د همدې امله دا ننګونه د پوهنې ریاست مشرتابه په لومړیتوب کې قرار لري .
دپوهنې ریس وویل د ورسک لومړني ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړول هم ددې ننګونې یوه برخه وه چې اوس به د یاد ښوونځي زده کوونکي په دې ښکلې ودانې کې زده کړې کوي. حسیب الله شینواري وویل د ورسک لومړني ښوونځي ودانۍ د دوست هیواد هندوستان په مرسته د پوهنې وزارت له لورې په خواوشاه دولس ملیونه افغانۍ جوړه شوه چې ۹ درسي او ۳ اداري خونې .تشنابونه او داحاطې دیوال او نور اړین ملحقات هم لري.
دپوهنې ریس د سیمې له خلکو غوښتنه وکړه چې ښوونځي ددوې ملي شتمنې ده او باید په ساتنه کې یې مرسته وکړي.
په دې مراسموکې د ننګرهار مرستیال والي تمیم عارف مومند هم وینا وکړه د سیمې خلکو ته یې ددې ودانۍ د جوړیدو له امله مبارکي وویله زیاته یې کړه په راتلونکي مالی کال کې به هم د سږ کال په څیر د ښوونځیو د ودانیو جوړولو په برخه کې ښه زیري ولرو چې دلالپورې ولسوالۍ ولسونه به هم په دې زیرو کې شریک وي.له دې مراسمو وروسته د ولایت د مرستیال په مشرۍ تللي پلاوي د کریمزي دسوداګریز شرکت له لورې مرسته شوي کتابچې د یاد ښوونځي اودغه راز د شیراباد لېسې پر زده کوونکو وویشل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت دولینه ولسوالۍ په اړوندو کې د “خاک‌یارک” لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او د زده‌کوونکو د اولیاوو په حضور کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

غزني ولایت کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند حیدر کلي د شهداوو حیدر ښوونځي نوې ودانۍ، چې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په رسمي ډول ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ښوونځيو سره د ۳۰ پایې خېمو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ اړوند بي بي مریم منځني ښوونځي لپاره ۳۰ پایې خېمې د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم. . .

BACK TO NEWS