د کوز کونړ ولسوالۍ سید جمال الدین لېسې نوې ودانۍ ګټې اخسیتنې ته وسپارل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۲ - ۱۴:۴
د کوز کونړ ولسوالۍ سید جمال الدین لېسې نوې ودانۍ ګټې اخسیتنې ته وسپارل شوه

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار ولایت د کوز کونړ ولسوالۍ سید جمال الدین لېسې نوې ودانۍ ګټې اخسیتنې ته وسپارل شوه .
په هغه غونډه کې چې په همدي موخه په یاده لېسه کې جوړه شوي وه د سیمې ګڼ شمیر استوګنو او د سید جمال الدین لېسې ښوونکو او زده کوونکو برخه اخیستې وه.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په خپلو خبرو کې خوښي وښوده ویې ویل په روان کال کې د ننګرهار معارف لپاره د ۲۰۸ بابه ښوونځیو لپاره د نویو ودانیو جوړولو منظوري اخیستل شوې چې پر خواوشاه یو سلو اویا ودانیو کار روان دی او چارې به یې زر پای ته ورسیږي او د نورو د جوړیدو چارې به هم زر پېل شي. ننګرهار والي له خلکو وغوښتل چې له معارف سره خپلو دوامداره اړیکو او مرستو ته دوام ورکړي.
بیا د ننګرهار پوهنې ریاست مالي او اداري مرستیال سید عیسی سادات په خپلو خبرو کې وویل د کوز کونړ ولسوالۍ د سید جمال الدین لېسې نوې ودانۍ ۶ درسي ټولګې، یوه اداري خونه ، یوه د کمپیوټرلیب خونه، د کتابتون لپاره یو اتاق او نور اړین ملحقات لري.
د پوهنې ریاست مرستیال وویل د دې ودانۍ په جوړیدو سره به د یادې لېسې د زده کوونکو دسرپناه ستونزه هواره شي. هغه وویل پوهنې ریاست د زده کوونکو لپاره سرپنا جوړلو ته ژمن دي او په روان کال کې د سرپنا جوړولو لپاره پام وړ پرمختګ شوی دی.
همدارنګه د ښار او کور جوړولو وزارت معین په خپلو خبرو کې و ویل: په ننګرهار ولایت کې شپږ ښوونځي له مخکې جوړو شوو تختو (پیش ساخت) موادو څخه په نمونوي ډول جوړ شوي چې یو یې د کوز کونړ ولسوالۍ د سید جمال الدین افغان لېسې نوې ودانې ده هغه وویل دا ودانۍ له تخنیکي پلوه داسې جوړه شوې، چې د سړې او تودې هوا لپاره حایق ده. دسید جمال الدین لېسې پر دې ودانۍ یوویشت نیم ملیونه افغانۍ لګښت شوی چې د ښار او کور جوړولو وزارت له لورې ورکول شویدی.
د یادې لېسې د ودانۍ له پرانیستو سره هم مهاله د خوږیاڼیو ولسوالۍ د کږې نسوانو، د دوربابا ولسوالۍ د مرکزې لېسې. د غني خیلو ولسوالۍ محمد افضل خان، دکوټ ولسوالۍ د سه پای او د تورخم ښارګوټي دښوونځي نوې ودانۍ چې د ښار او کور جوړولو وزارت له لورې پرې ۱۳۷ ملیونه افغانۍ لګول شوي او د پیش ساخت موادو څخه جوړ شوي ګټې اخیستنې ته وسپارل شوو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS