پوهنې وزارت او د تشبث ښوونیزې او روزنیزې موسسې پرګډو همکاریو خبرې وکړې.

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۸ - ۱۳:۲۴
پوهنې وزارت او د تشبث ښوونیزې او روزنیزې موسسې پرګډو همکاریو خبرې وکړې.

پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي او د تشبث ښوونیزې او روزنیزې موسسې رئیس فضل ربيع حقبین ترمینځ په ګډه لیدنه کې، د ګډو همکاریو د دوام په اړه خبرې اترې وکړې.

دا لیدنه چې د پوهنې وزارت په کوربتوب تر سره شوه، ډاکتر بلخي په نوي نصاب د کار له پیل څخه خبر ورکړ او یاده یې کړه چې تشبث او کارمینځ ته راوړل یو له هغو موضوعاتو څخه ده چې په نوي نصاب کې دننه کیږي ترڅو له دې لارې د تشبث لپاره د زده کوونکو د علاقه مندي زمینه برابره او مینځ ته راشي.

د تشبث ښوونیزې او روزنیزې موسسې رئیس فضل ربیع حقبین په دې لیدنه کې، پوهنې وزارت کې د اصلاحي او بنسټیزو پروګرامونو تر سره کیدو په موخه د پوهنې وزیر څخه ستاینه وکړه او د همکاریو پراختیا لپاره یې چمتووالۍ وښود.

د یادونې وړ ده چې د تشبث ښوونیزه او روزنیزه موسسه د ۲۰۱۶ لمریز کال راهیسې د پوهنې وزارت سره د یوه هوکړه لیک لاسلیکولو وروسته په مرکز او ولایتونو کې (۱۰، ۱۱ او ۱۲ ټولګیو) ته د تشبث نصاب پروګرامونو د تدریس او ترویج له لارې هڅه کوي ترڅو مسئولیت لرونکی ښاریتوب، کار مینځ ته راوړنه، دوامداره پرمختګ او د مشرتابه روحیه زده کوونکو ته ور زده کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۲۷
Background image

د پکتیا ولایت له ښوونځیو سره د ۱۸۰۰ کڅوړو ښوونیزو موادو مرسته وشوه

د یوه همکار بنسټ لخوا د پکتیا ولایت پوهنې ریاست ته ټولټال ۱۸۴۱ کڅوړې قرطاسیه او درسي مرستندویه توکي ورکړل شوي دي، چې له دې جملې څخه ۱۶۷۰کڅوړې قرطاسیه د زده‌کوونکو لپاره او ۱۷۱ بستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۲۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونځیو ۱۷ترمیماتي پروژې پرانیستل شوې

د ننګرهار ولایت په هسکې مېنې، کوټ، سپین‌غر او اچین ولسوالیو کې د ۱۷ ښوونیزو پروژو د ترمیم چارې، چې ټولیز لګښت یې ۱۲ میلیونه افغانۍ دی، د یوه همکار بنسټ په مالي مرسته بشپړې او په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې لپاره د ځمکې وقف کولو په لړۍ کې، دا ځل په لغمان ولایت کې ۵ بسوې ځمکه اهداء شوه

د لغمان ولایت فراشغان ولسوالۍ اړوند د نیل‌خان لومړني ښوونځي لپاره، د یادې سیمې اوسېدونکي محترم امرالدین لخوا پنځه بسوې ځمکه چې ارزښت یې شاوخوا ۵۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، وقف شوه.
د یاد. . .

BACK TO NEWS