خوست کې د دولتي ښوونځیو د یوولسم او دولسم ټولګیو درسي بهیر پیل شو
د پوهنې وزارت_خوست: خوست کې د دولتي ښوونځیو د یوولسم او دولسم او د خصوصي ښوونځیو د ټولو ټولګیو درسي بهیر پیل شو.
په هغه مراسمو کې چې په همدې موخه د خوست ښار د جرګو په تالار کې برابر شوي ؤ د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان او د پوهنې رئیس نصیراحمد روښان سربېره پکې د ولایتي شورا غړو، د یو شمېر ښوونځیو ښوونکو او زده کوونکو، عامې روغتیا ریاست مرستیال ، مدني فعالانو، قومي مشرانو، او د پوهنې شوراګانو غړو ګډون کړی وه.
مراسمو کې د پوهنې رئیس نصیر احمد روښان په خپلو خبرو کې د ښوونځیو په پیل کېدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، خوښ دی چې له اوږده ځنډ وروسته یو ځل بیا د ښوونځیو دروازې د زده کوونکو پرمخ پرانیستل کېږي.
ښاغلي روښان وویل، کرونا نه یوازې زموږ د هېواد تعلیمي نظام له ستونزو سره مخامخ کړ، بلکې د ټولې نړۍ نظام یې زیانمن کړ، دپوهنې رئیس وویل، ښوونه او روزنه د افغانستان دولت په لومړیتوبونو کې ده، حکومت نهایي کوښښ کوي چې په ټولو سیمو کې متوزانې او معیاري زده کړې برابرې کړي.
روښان له ز ده کوونکو وغوښتل چې په ښوونځیو کې دې روغتیايي سپارښتنو ته هم په جدي ډول پاملرنه وکړي.
په مراسمو کې د ولایت مقام مرستیال عبدالواحد پټان په خپلو خبرو کې له والدینو وغوښتل چې د خپلو ماشومانو سره دې له ښوونځي وروسته په کورونو کې په درسونو کې کار وکړي.
نوموړي د ولایتې ادارې په نماینده ګۍ په ښوونځیو کې د روغتیایي اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړ.
د عامې روغټیا ریاست مرستیال ډاکټر ګل محمدین محمدي منګل د غونډې ګډون والو ته روغتیایي لارښوونې وړاندې کړې ده وویل، متاسفانه لاهم کرونا ویروس په بشپړ ډول ختم شوی نه دی نو پکار ده موږ ټول د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې په کلک ډول عملي کړو.
ښاغلي محمدي وویل، د زده کوونکو د روغتیا ساتنې لپاره به موجوده امکانات د پوهنې ریاست په واک کې ورکړو.
د مراسمو په پای کې زده کوونکو د ترانو او شعرونو په ویلو د ښوونځیو پر پېیلدو خوښي څرګنده کړه او د دغه ګام هر کلی یې په خواږو شعرونو او ترانو وکړ.
په پای کې مراسم د ښوونځي په زنګ وهلو سره پای ته ورسېدل او رسما په خوست کې یو ځل بیا تدریسي بهیر پیل شو.
