په فراه کې د کتاب لوستلو او د مطالعې فرهنګ د عامولو په موخه سيالۍ تر سره شوه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۷ - ۹:۴۷
رقابت ترویج فرهنگ مطالعه و کتاب‌خوانی میان دانش‌آموزان مکاتب در ولایت فراه

د پوهنې وزارت، فراه: د فراه ولایت د پوهنې ریاست او ښځو چارو ریاست په ګډه همکارۍ د مطالعې فرهنګ د عامولو په موخه د نجونو اته ښوونځيو زده کوونکو تر منځ سیالي تر سره شوه. یاده سیالي چې د ښځو چارو ریاست د غونډو په تالار کې په لاره اچول شوې وه، د پوهنې ريس وحيدالله شيراني، ښځو چارو ريسې کبرا اعظمي، اطلاعاتو او کلتور، کرنې او د کليو پراختيا رئیسانو ګډون درلود.

په یاده غونډه کې د پوهنې ریيس شېراني د کتاب او مطالعې اړوند د مفصلو مالوماتو تر څنګ زده کوونکي د کتاب سره د مينې او علاقې درلودو ته وهڅول او له زده کوونکو څخه يې وغوښتل که غواړئ چې د ژوند لوړو پوړو ته ورسېږئ کتاب مو دژوند ملګری وټاکئ.

سیالي د ټاکل شوي هیأت تر څارنې لاندې د الف او ب ګروپونو تر نامه لاندې د سوال او ځواب په شکل پيل شوه. غونډه د پوهنې ريس لخوا د ګټونکي ټيم ته د ډاليو په ويشلو سره پایته ورسیده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۱:۴۲
Background image

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده‌کړو رئیس پنجشېر ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده‌کړو رئیس مولوي سید موسی جان، د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یاد ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي محمود طالب ثاقب سره وکتل.
په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د پوهنې وزارت د معیاري ازموینو پلاوي د کابل ښار پوهنې رٸيس په شمول د ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه.
د غونډې په پیل کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معين او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت یو باب ښوونځی ورغول شو

د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ یالور منځني ښوونځي د ترمیم او بیارغونې چارې، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت ترسره شوې وې، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS