د لوګر د پوهنې ریاست د علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۳ - ۱۰:۱۳
امضاء تفاهمنامه همکاری میان ریاست های معارف و تحصیلات عالی ولایت لوگر

د پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر د پوهنې ریاست او د دغه ولایت د دولتي پوهنتون تر منځ د علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

یاد هوکړه لیک د پوهنې رئیس سرمؤلف سید عزیز احمد هاشمي او د یاد پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د رئیس پوهنیار عبدالعزیز عابد تر منځ لاسلیک شو.

د یاد هوکړه ليک له مخې به، د لوګر پوهنتون د ښوونځیو ښوونکو ته د لوړو زده کړو د زمینې برابرولو ترڅنګ ښوونکو ته به لنډ مهاله روزنیز پروګرامونه جوړوي.

دغه راز د لوګر د پوهنې ریاست به په خپلو ښوونځیو کې د یاد پوهنتون د ښوونې او روزنې محصلینو ته د عملي او تجربوي زده کړو د زمینې برابرولو تر څنګ به د دغه پوهنځي فارغانو ته د کار زمینه برابروي.

د لوګر د پوهنې رئیس سید عزیز احمد هاشمي د یاد هوکړه لیک پر لاسلیک کېدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې د دغه هوکړه لیک پر بنسټ به ښوونکو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره شي او هم به د ښوونکو د ظرفیتونو لوړولو لپاره روزنیز پروګرامونه جوړ شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په لوګر ولایت کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ «انوارالعلوم» دیني مدرسې لپاره د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره د سیمې علم‌پروره خلکو په ملاتړ د دوه میلیونه افغانیو لګښت سره کېښودل شوه.
د لوګر پوهنې مسوولینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې له عالي کمال‌خېل لېسې سره د سیمې اوسېدونکو له لوري ۹ عدده سپینې تختې مرسته شوې.
د مسوولینو په وینا، د دغو تختو مالي ارزښت شاوخوا ۱۳۵۰۰ افغانۍ اټکل شوی دی.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۴
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست د مرکزي ودانۍ اړوند مرکز ګرمۍ لپاره د ۱۱ قلمه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون. . .

BACK TO NEWS