غور ولایت کې د ۱۳۹۹ کال د ښوونځیو د زده کوونکو کلنۍ آزموینه پبل شو

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۱ - ۱۶:۱۹
شروع امتحانات سالانه در مکاتب ولایت غور

پوهنې وزارت،غور: د پوهنې وزارت په لاښوونه د ۱۳۹۹ ښوونیز کال، د دولتي او خصوصي ښوونځیو کلنۍ آزموینې پیل شوې.

د غور د پوهنې رییس احمدصابر نوري د آزموینې د بهیر له پیل نه لیدنه وکړه او د دې بهیر په پیلیدو یې خوښي څرګنده کړه او د ښوونځي له ښوونکو او نور کارکوونکو یې غوښتنه وکړه چې د آزموینې په بهیر کې روڼتیا ته پوره پاملرنه وکړي.

ټاکل شوې ده چې د ۱۳۹۹ ښوونیز کال کلنۍ آزموینې به د یاد ولایت په ټولو تعلیمي بنسټونو کې له څلورم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي، د کب میاشتې تر ۲۵ مې نیټې دوام مومي، او له لومړيو ټولګیو نه تر دریمو ټولګیو پورې به بیا د کب میاشتې له شلمې څخه تر پینځه ویشتمې نیټې آزموینې واخیستل شئ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۵
Background image

د سړو سیمو او ولایتونو د څلورنیم میاشتنیو ازموینو د پیل او د ۱۴۰۵ ښوونیز کال د اوړي رخصتیو په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت د لایحې له مخې، د هېواد د سړو سیمو او ولایتونو په ښوونځيو کې د څلورنیم میاشتنیو ازموینو بهیر په لاندې ډول پیلېږي:
* له لومړي څخه تر درېیم ټولګي پورې د ابتدایه دورې د زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۴۹
Background image

د سړو او ګرمو سیمو د دیني مدارسو د ۱۴۴۸ هـ.ق کال څلورنیم میاشتنیو ازموینو د پیل په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت خبر ورکوي:
د کابل ښار پوهنې ریاست په ګډون، د ملک ټولو ولایتي پوهنې ریاستونو ته خبر ورکول کېږي چې د دیني مدارسو، دارالعلومونو، دارالحفاظونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۳۱
Background image

له بېرته راستنو شويو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست، د بېرته راستنو شويو ۳۳۰ تنو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت په موخه ازموینه واخیسته.
د کابل ښار پوهنې رئیس مولوي حسیب‌الله صاحبزاده، په خپلو خبرو کې له زده. . .

BACK TO NEWS