په لغمان کې د کرونا وایروس له خپریدو څخه د مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي کمپاین تر سره شو
د پوهنې وزارت، لغمان: د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنري ټیمونو لخوا د کرونا وایروس له خپریدو څخه د مخنیوي په موخه د یاد ولایت د نجونو او هلکانو په یو شمېر ښوونځیو کې د عامه پوهاوي کمپاين تر سره شو.
دغه کمپاین د نجونو او هلکانو په (۳۰) ښوونځیو کې د زده کوونکو د روغتیا او سلامتۍ په موخه د یونیسف موسسې په مالي مرسته تر سره شو.
د یاد کمپاین د پرانيستې په غونډه کې، د پوهنې رئیس عبدالله حمیدي، د پوهنې ریاست د خپرونو مدیر شاه ولي نقشبندي، د اطلاعاتو او کلتورآمر عتیق الله قریشي او د یونیسف موسسې استازي محمد یاسر طالب زاده د موضوع اړوند خبرې وکړې، او له زده کوونکو يې وغوښتل، چې روغتيايي لارښوونو ته پاملرنه وکړي.
