دایکنډي ولایت کې د څلورو غوره ښوونکو ستاینه

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۶ - ۱۲:۳۹
تقدیر چهار تن آموزگاران برتر در ولایت دایکندی

پوهنې وزارت، دایکنډي: دایکنډي ولایت کې د یاد ولایت د پوهنې رئیس رحمت الله سیرت او د دې ریاست د نورو کارکونکو له لوري د یاد ولایت څلور تنه ښوونکي د یوې غونډې په ترڅ کې، د هغوی د ارزښتناکه هلو ځلو په پار وستایل شول. چې اشترلي ولسوالۍ کې د کمان پیشدرم ښوونځي ښوونکې آغلې فهیمې اکبري ته د ملالۍ مډال، سنګ تخت ولسوالۍ کې د نوید پیروزي، د نجونو ښوونځي ښوونکي علي اکبر ته لومړۍ درجه ستاینلیک او په همدې ترتیب، خدیر ولسوالۍ کې د شینه کالوي ښوونځي ښوونکي حافظ حجت ته دویمه درجه او په کجران ولسوالۍ کې د باغبان ښوونځي ښوونکې ام البنین ته دریمه درجه، ستاینلیکونه ورکړل شول.

د دې غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت د پوهنې رئیس وویل: چې د دولتي کارکوونکو ستاینه زموږ لپاره یو مهم اصل دی، چې یاده چاره د دوی د ارزښتناکه هلو ځلو د ستاینې په موخه ترسره کیږي، نوموړي زیاته کړه په یاد ولایت کې د یوه شفاف بهیر په ترڅ کې هغه ښوونکي کې چې د زده کوونکو د ښوونې او روزنې په برخه کې یې ډیرې هلې ځلې کړې وې له هغو څخه درې غوره ښوونکي په ستاینلیکونو او مډالونو وستایل شول او نوموړو ښوونکو ته یې د یادې بریا مبارکي ورکړه.

پاتې دې نه وي چې په یادې غونډې کې د ښوونکو په استازولي، یوه ښوونکي د پوهنې د وزارت له لوري د دې ولایت د ښوونکو د ستاینې په پار، خوښي څرګنده کړه او مننه یې وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS