د کندز ولایت ښوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې جوړ شوی سیمینار پای ته ورسید

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۱ - ۱۱:۲۱
د کندز ولایت ښوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې جوړ شوی سیمینار پای ته ورسید

پوهنې وزارت، کندز: د کندز ولایت په مرکز پورې اړوند او امام صاحب ولسوالۍ ښوونځیو کې د سایسني مضمونونو ښوونکو لپاره د میتودولوژي جوړ شوی درې ورځنی ښوونیز سیمینار پای ته ورسید.

یاد سیمینار څه موده وړاندې د پوهنې ریاست لخوا د (NRC ) موسسې په مالي مرسته جوړ شوی و، چې د یاد ولایت مرکز پورې اړوند او د امام صاحب ولسوالۍ ښوونځیو څخه ۸۱ تنو ښوونکو په کې ګډون درلود، چې د میتودولوژۍ په اړه یې روزنه ترلاسه کړه.

د کندز ولایت د پوهنې رئیس نجیب الله ثاقب د یاد سیمینار د جوړولو په برخه کې د (NRC) ادارې له مالي مرسته مننه وکړه او د سیمینار پر علمي ارزښت یې هر اړخیز بحث وکړ، همداراز د یاد سیمینار له ګډونوالو یې غوښتنه وکړه څو زده شوي موارد په ښه ډول له زده کوونکو سره شریک کړي.

همداراز نوموړي زیاته کړه: ده دا ډول ښوونیزو سیمینارونو جوړول ډیر ګټور کار دی، چې د ښوونکو او کارکوونکو د وړتیا لوړونې لامل کیږي.

یاد سیمینار د تصدیق پاڼو په ویشلو سره پای ته ورسید.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS