۴۵۰۰ زده کوونکي د زده کړو خوندي چاپيريال څخه برخمن شول
پوهنې وزارت، کابل : د کابل ښار اړوند ۱۵ تعليمي حوزې کې د عبدالقهار عاصي عالي لیسې ودانيزې چارې بشپړې شوې او ګټي اخیستنې ته وسپارل شوه.
دا ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په دوه پوړونو کې د ۱۸ میلیونو، ۱۲۱ زره او ۳۴۲ افغانیو په لګښت جوړه شوې چې د لګښت پيسې يې د ښارجوړونې او اراضي وزارت او هندوستان هيواد لخوا ورکړل شوي ، دا ودانۍ ۲۴ ټولګي او نورښوونیږي آسانتیاوي لري.
د دغه ښوونځي د پرانيستې پرمهال ، د کابل ښار د پوهنې رئيس ډاکټر ضمیر ګوارا د ښار جوړونې او اراضي وزارت په ګډون له مرسته کوونکو څخه مننه وکړه او له زده کوونکو یې وغوښتل چې د ښوونځي او درسي توکو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.
د یادونې وړ ده ، چې د دې ښوونځي په جوړيدو سره د ۴۵۰۰ نجونو او هلکانو زده کوونکو ته د زده کړو خوندي چاپیریال برابر شو.
