میدان وردګو ولایت کې د یوه منځني ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه
پوهنې وزارت، میدان وردګ: د میدان وردګو ولایت سید آباد ولسوالۍ کې د شنیزې درې د منځني ښوونځي نوې جوړه شوې ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد ښوونځي نوې ودانۍ په (۷.۵)جریبه ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول په دوو پوړنو کې د (۲۷.۵) میلیونو افغانیو په مجموعي لګښت جوړه شوې، چې۱۰ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې، تشابونه، سولري بریښنا او نورې اړوندې آسانتیاوې لري.
پوهنې رئیس ښاغلي ډاکټر محمد سعید منصور د یاد ښوونځي په جوړید او پرانیستو خوښي څرګنده کړه او د سیمې له خلکو یې غوښتنه وکړه، چې د ښوونځي ساتلو ته پوره پاملرنه وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د دغه ښوونځي په جوړیدو سره د سيمې (۱۸۰۰) ماشومانو ته د زده کړو خوندي چاپیریال برابر شو.
