د پروان دصوفیان لغمانی دارالحفاظ د حافظانو فراغت غونډه
د پروان ولایت د پوهنې رییس مفتی محمد حسن حقاني د صوفیان لغماني دارالحفاظ د حافظانو د فراغت غونډې په شانداره مراسموکې ګډون وکړ.
په یادو مراسمو کې د اسلامي زدکړو مرستیال لطف الرحمن قاری زاده، د مرکزی دارالعلوم مشر مولوي جاوید او د پروان ولایت د علماوو شورای مشر هم ګډون درلود.
په پیل کې مفتي محمد حسن حقاني د یادې غونډې او پروګرام ستاینه وکړه او فارغ شوو حافظانو ته یې مبارکي وویله او همدارنګه یی د غونډې کډونوالو ته د حافظانو مقام او فضیلت په اړه مفصلی خبری وکړي او تر څنګ یې د هغو کسانو ستاینه وکړه چې قرآنکریم زده کوي او نورو ته رسوي.
د غونډې ټولو ویناوالو له گډون کوونکو څخه وغوښتل چې د عصري زده کړو تر څنګ په خپلو اولادونو دیني زده کړې وکړي تر څو په راتلونکي کې د خپل دین او هېواد لپاره د ښه خدمت جوګه و ګرځي.
په پای کې حافظانو ته د فضیلت دستار پکړې په سر شوې او غونډه د اسلامي امارت د بریا او د افغان ملت د ښېازې په دعا پای ته ورسیده.
