په لوګر کې 200 ښوونکو ته د وړتيا لوړولو روزنه ورکړل شوه
د لوګر ولايت د نجونو او هلکانو د ځينو ښوونځيو 200 نارينه او ښځينه ښوونکي د وړتيا لوړونې په برخه کې وروزل شول.
په دې تړاو جوړو شوېو مراسمو کې د پوهنې رياست تدريسي مرستيال مولوي عبيدالله هشام؛ د آى؛آر؛ سي مٶسسې ولايتي مسٶل حاجي نورالحق ثاقب او د دغې مٶسسې د پوهنې برخې مسٶل محمد منير سمسور برخه اخيستې وه.
د لوګر د پوهنې رياست تدريسي مرستيال مولوي عبيدالله هشام د نوموړو ښوونکو پر روزنې خوښي وښودله او له مرسته کوونکو مٶسسو څخه يې نورو ښووونکو ته هم د ورته روزنيزو پروګرامونو د جوړولو غوښتنه وکړه.
دا لس ورځنۍ روزنه د پوهنې رياست په هڅو د آى؛ آر؛ سي مٶسسې له خوا ور کړل شوې ده؛ چې مٶخه يې د ښوونکو د وړتياوو او هم په ښوونځيو کې د درسي کيفيت لوړول دي.
ياد ښوونکي د تدريس د نوېو لارو چارو په برخه کې په مسلکي ډول روزل شوي، چې په دې روزنې سره د هغوى ظرفيتونه لوړ او هم يې د تدريس په برخه کې شته ستونزې هوارې شوې.
په روزل شوېو ښوونکو کې؛ 100 د مرکز پل علم او 100 د محمدآغې ولسو الۍ د ښوونځيو ښوونکي شامل دي، چې 100 يې ښځينه ښوونکې دي.
د يادونې وړده چې په لوګر کې تر دې مخکې هم د سيمه ييزو او چټکو زده کړو 335 ښوونکي ته ورته روزنه ورکړل شوي او 65 نور ښوونکي یی د روزلو په حال کې دي.
