د پوهنې وزارت د دارالعلومونو  د  ریاست رئیس د ننګرهار ولایت له دارالعلومونو څخه لیدنه وکړه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۳۰ - ۱۰:۲۰
د پوهنې وزارت د دارالعلومونو  د  ریاست رئیس د ننګرهار ولایت له دارالعلومونو څخه لیدنه وکړه د چهارشنبې او پنجشنې په ورځو (۱۶-۱۷ /۶/۱۴۴۳هـ ق)  د پوهنې وزارت د  دارالعلومونو د ریاست د رئیس محترم مولوي عبدالقدوس صاحب  تر مشري لاندې هیئت د ننګرهار ولایت له  دارالعلومونو څخه لیدنه وکړه . دغه هیئت د ننګرهار ولایت  د پوهنې  د رئیس محترم مفتي حبیب حضرت صاحب په ملتیا د یاد ولایت د نجم المدارس دارالعلوم، د نوموړي دارالعلوم د  بناتو له څانګې،  مرکزي دارالحفاظ، نعمانیه دارالعلوم، حقانیه دارالعلوم ، شمس الرحمن کاموي دارا

د چهارشنبې او پنجشنې په ورځو (۱۶-۱۷ /۶/۱۴۴۳هـ ق)  د پوهنې وزارت د  دارالعلومونو د ریاست د رئیس محترم مولوي عبدالقدوس صاحب  تر مشري لاندې هیئت د ننګرهار ولایت له  دارالعلومونو څخه لیدنه وکړه .
دغه هیئت د ننګرهار ولایت  د پوهنې  د رئیس محترم مفتي حبیب حضرت صاحب په ملتیا د یاد ولایت د نجم المدارس دارالعلوم، د نوموړي دارالعلوم د  بناتو له څانګې،  مرکزي دارالحفاظ، نعمانیه دارالعلوم، حقانیه دارالعلوم ، شمس الرحمن کاموي دارالعلوم او ځينو نورو دارالعلومونو څخه لیدنه وکړه  او په ځینو دارالعلومونو کې یې د ازموینو صحنې هم له نږدې ولیدلې.  
د هیئت مشر محترم مولوي عبدالقدوس صاحب د خپلو خبرو په ترڅ کې د یادو دارالعلومونو د مسئولینو او استادانو هڅې وستایلې او له هغوی څخه یې مننه وکړه، چې په خورا ستونزمنو شرایطو کې خپل  رسالت ته چې هغه د ځوان نسل ښوونه او روزنه ده،  ژمن پاتې شویدي، همدارنګه یې د یادو دارالعلومونو زده کوونکو ته سپارښتنه وکړه ترڅو په خپلو درسونو کې زیار وباسي، ترڅوپه راتلونکې کې د هیواد او ټولنې لپاره د خدمت کولو مصدر وګرځي. 
د یادو دارالعلومونو مسئولینو، استادانو او زده کوونکو د خپلو ویناوو په ترڅ کې د پوهنې له وزارت څخه مننه وکړه،  چې د دارالعلومونو د نظارت لپاره یې ننګرهار ولایت ته هیئت استولی دی او هم یې خپل وړاندیزونه، ستونزې او مشورې د هیئت له غړو سره شریکې کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS