په پغمان ولسوالۍ کې د حافظانو دستار بندي مراسم ترسره شوه
د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په پشه يي دره کې د ګڼ شمېر علماوو، مجاهدينو، قومي مشرانو او د حافظانو والادینو په گډون سره د خلیفه محمد ملا دارالحفاظ کې د ۱۷ حافظانو دستاربندۍ مراسم ترسره شول.
ويناوالو په دغو مراسمو کې د فراغت مبارکۍ ترڅنګ حافظانو ته د ټولنې په اصلاح کې د قرآن کریم فضیلت او ساینسي علومو په اهمیت او ګټو په اړه هر اړخیزه معلومات وړاندي کړل.
د مراسمو په پای کې د استاد القراء احسان الله احمدي له خوا حافظانو ته د دستار فضیلت پکړې ور په سر شوې.
