د ترکیې د (I.H.H) خیریه بنسټ د سیاسي څانګې مشر د پوهنې وزارت له وزیر سره وکتل
د ترکیې هیواد د (I.H.H) خیریه بنسټ د سیاسي څانګې مشر ښاغلي عبدالله او ورسره مل هیئت د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر شیخ مولوي نورالله منیر صاحب سره وکتل .
په دې لیدنه کې د دواړو لوریو تر منځ هوکړه وشوه، چې یاد بنسټ به په کابل ښار کې د یتیمانو د زده کړې او روزنې لپاره د یو ستر کمپلیکس ودانۍ جوړوي،یادې ودانۍ ته به ځمکه د پوهنې وزارت له لوري ورکول کېږي،د ودانۍ چارې به د یاد بنسټ له لوري په مخ وړل کېږي او د ودانۍ له بشپړیدلو وروسته به د یتیمانو د زده کړې او روزنې چارې د پوهنې وزارت تر اشراف او سرپرستي لاندې سرته رسیږي.
