د پوهنې وزارت سرپرست وزیر په ارزګان ولایت کې په ښوونځیو کې د درسي کتابونو د وېش له بهیر څخه لیدنه وکړه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۱ - ۱۱:۱۶
د پوهنې وزارت سرپرست وزیر په ارزګان ولایت کې  په ښوونځیو کې د درسي کتابونو د وېش له بهیر څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ مولوي نورالله منیر د ارزګان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې په ښوونځیو کې د درسي کتابونو د وېش له لړۍ څخه لیدنه وکړه. نوموړي په همدې مناسبت  د خپلو څرګندونو په ترڅ کې کتاب د تعلیمي نظام یو مهم عنصر یاد کړ، د کتابونو د توزیع د مسئولینو او کارمندانو هلې ځلې یې وستایلې  او ژمنه یې وکړه چې د پوهنې وزارت به د کتابونو د چاپ او وېش  په پروسه کې لازمې اسانتیاوې را منځ ته کوي.
د یادونې وړ ده،  چې د کابل د فتحې را په دې خوا د نړۍ په دریو هیوادونو(متحده عربي اماراتو، چین او هندوستان) کې د الغریر، حنان او پیتامبرا شرکتونو سره  د پوهنې وزارت د قرارداد په اساس، ۳۷میلیونه درسي کتابونه تر چاپ لاندې وو، چې د هغوی له جملې څخه ۱۶میلیونه د متحده عربي اماراتو او چین په هیوادونو کې چاپ شول، چې د کابل ښار او ولسوالیو په شمول د هیواد د مختلفو ولایاتو په ښوونځیو کې ووېشل شول او ځینې دوېش په حال کې دي او په نږدې راتلونکې کې به په هندوستان هیواد کې د چاپیدونکو کتابونو د چاپ او انتقال مراحل هم بشپړ او توزیع به یې پیل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۱:۴۲
Background image

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده‌کړو رئیس پنجشېر ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده‌کړو رئیس مولوي سید موسی جان، د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یاد ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي محمود طالب ثاقب سره وکتل.
په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د پوهنې وزارت د معیاري ازموینو پلاوي د کابل ښار پوهنې رٸيس په شمول د ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه.
د غونډې په پیل کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معين او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت یو باب ښوونځی ورغول شو

د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ یالور منځني ښوونځي د ترمیم او بیارغونې چارې، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت ترسره شوې وې، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS