د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رئیس دتخار ولایت له تعلیمي بهیر څخه لیدنه وکړه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۱ - ۹:۴۸
رئیس تعلیمات اساسی و ثانوی وزارت معارف، وارد ولایت تخار شد

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو د رئیس مولوي محمد اسحق حقیقي په مشرۍ پلاوي دهیواد ولایاتو ته د خپلو سفرونو په لړ کې د تخار ولایت له تعلیمي بهیر څخه لیدنه وکړه.
نوموړي په یاد سفر کې د تالقان ښار د پوهنې آمریت، د بنګي، فرخار،کلفګان، بهارک او نمک آب ولسوالیو د پوهنې له آمریتونو، پنځوس بابه ښوونځیو، د لیک او لوست د زده کړې له مرکزونو او سیمه ایزو درسي ټولګیو څخه لیدنه وکړه، اړونده مسئولینو ته یې اړینې سپارښتنې وکړې او د هغوی وړاندیزونه یې واورېدل.
د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوي تر دې مهاله د بدخشان، بلخ او سمنګان ولایتونو ته سفرونه کړيدي او په نږدې راتلونکې کې به ځینو نورو ولایتونو ته هم سفرونه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS