له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۴ - ۱۴:۷
له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه
  • کندز

په هغه کتنه کې چې د کندز ولايت د پوهنې رياست د اسلامي زده کړو مرستیال مولوي غلام رسول حقاني د کندز ولايت د WFP د دفتر له محترم مسوول سره په کتنه کې وکړه دغه دفتر په پام کې لري چې په نوي ښوونیز کال کې د زده کوونکو د هڅونې لپاره د دغه رياست په مرسته خوراکي توکي ووېشي.

  • لوګر

په لوګر ولایت کې د ښوونځیو پر زده کوونکو روغتیايي بستې ووېشل شوې. دغه مرسته شوې کڅوړې چې د غاښونو برس، صابون او د غاښونو کریم په کې شامل دي، د دې ولایت د پوهنې ریاست په همغږۍ د یونیسف ادارې په مالي مرسته د دغو ښوونځیو پر زده کوونکو ووېشل شول.

  • نیمروز

د نیمروز ولایت د پوهنې ریاست په تالار کې د دغه ولایت د پوهنې د ریس او یو شمېر نورو مسوولینو او د افغان ترک ښوونځیو د پلاوي په شتون کې د اووم ټولګي له ۳۳ تنو زده کوونکو څخه د افغان – ترک ښوونځیو د لار موندنې رقابتي ازموینه واخیستل شوه. .

  • کابل

د کابل ولايت د خاکجبار ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي صلاح الدين ايوبي د ماشومانو د ساتنې انستيتوت له مسوولينو سره د يوې غونډې په ترڅ کې د دې ادارې له مسوولينو سره د دغې ولسوالۍ د سيمه ييزو اتحاديو د ستونزو په باب خبرې وکړې او له هغوى يې وغوښتل چې؛ د یادو ستونزو د حل په برخه کې د پوهنې له ریاست سره مرسته وکړي چې د هغوی له خوا ومنل شوه.

  • په ورته ډول:

د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ د پوهنې ریاست اداري غونډه د دې ولسوالۍ د پوهنې د مسوولینو په شتون کې جوړه شوه، په دې غونډه کې پر اداري او مالي مسایلو بحث او خبرې وشوې او مسوولینو هم د خپل یوه میاشتني کاري راپورونه وړاندې کړل.
د همدې ولایت د بګرامي ولسوالۍ د پوهنې ریاست مسوولین وايي: د کلنیو ازموینو د چمتووالي په اړه په جوړه شوې غونډه کې د دې ولسوالۍ د ښوونځیو له مسوولینو سره خبرې وشوې او له هغوی څخه وغوښتل شول چې د دې پروسې د پرمخ بیولو لپاره لازم چمتووالی ونیسي. .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس بدخشان ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې بدخشان ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي نصرت‌الله فیضاني سره وکتل او خبرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۲
Background image

په غزني ولایت کې د شاوخوا یو میلیون افغانیو په لګښت یوه دیني مدرسه جوړېږي

 د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په خاربلاق کلي کې د «بدرالشهدا» مدرسې بنسټ ډبره،
 د پوهنې مسوولینو او د سیمې اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
یاده مدرسه د سیمې خلکو په مالي همکارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د درسي ټولګیو او کتابتون جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت په بکخېل ولسوالۍ کې « د فیض المدارس حمیدیه دیني مدرسې» لپاره د درسي ټولګیو او یو کتابتون جوړولو کارونه پیل شوي، چې ارزښت یې ۳۵۰ زره افغانۍ دی او د سیمې د خلکو په مالي. . .

BACK TO NEWS