له مرکز او ولایاتو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۳ - ۹:۴۸
فعالیت های معارف در مرکز و ولایات

کابل:
د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د پوهنې آمریت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د سیف چلدرن موسسې له خوا د دې ولسوالۍ د ۱۸ ښوونځیو د مسوولینو لپاره پنځه ورځنی ښوونیز سیمینار جوړ شو.
د دې ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي عبدالله عابد له ګډونوالو وغوښتل، چې د دغه سیمینار له محتوا څخه په تدریسي او اداري چارو کې ښه ګټه پورته کړي.
لوګر:
د لوګر ولایت د بره کي برک ولسوالۍ د زقوم خیلو د منځني ښوونځي یو تن څوارلس کلن زده کوونکی سید منصور د خپل ذهني ځواک په مرسته او د اساسي توکو لکه لرګیو، کاغذ او نورو څخه په استفادې یو سکواټور او یوه رنجر ډوله موټر جوړ کړی.
ننګرهار:
په ننګرهار ولایت کې د جاپان د UMCA ادارې د دغه ولایت د پوهنې ریاست سره په همغږۍ د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ د غلام ډاک هلکانو د عالي لېسې پر زده کوونکو یې کتابچې او د کتابونو بکسې ووېشلې.
جوزجان:
د جوزجان ولايت د پوهنې په رياست کې د برک دفتر مسوولينو د دغه ولايت د پوهنې له رئيس مولوي محمد طاهر جواد سره وکتل.
په دې کتنه کې د پوهنې د یاد ولایت د پوهنې د رئیس او د برک ادارې د مسوولینو ترمنځ د ښوونې او روزنې او همدارنګه د ګټورې زده کړې په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو تړون وشو.
فراه:
د فراه د پوهنې ریاست د یاد ولایت د انار درې ولسوالۍ د پوهنې آمریت سره په همغږۍ د شیخ عبدالصمد نظري لېسې درې تنه ښوونکي یې د دوی د رښتینو هلو ځلو او ښه تدریس له امله وستایل.
همدارنګه په یو بل خبر کې:
 د فراه ولایت د ښاري حوزې د څارنې مسوولینو او د بکواه ولسوالۍ د تعلیمي څارنې د کمیسیون غړو د خپلو اړوندو ښوونځیو تدریسي او اداري چارې یې وڅېړلې او د حل په موخه یې د یادو ښوونځیو د مسوولینو ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS