له ولایتونو د پوهنې خبرونو ته یوه کتنه
![123](/sites/default/files/2023-07/whatsapp_image_2023-07-16_at_3.10.34_pm.jpeg)
پنجشیر
دپنجشير ولايت دپوهنې رئيس مولوی غلام ايشان حماس د اسلامي زده کړو له آمر سره يوځاى دپوهنې وزارت دثانوي(منځنيو) مدارسو او دارالحفاظونو له لوی رئيس مولوي عبدالرزاق صديق سره وکتل او په دې ولایت کې يې د نویو تاسیس شویو محلي مدارسو او یتیم خانو تنظیم په باب مشورې او نظرونه تبادله کړل .
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې پوهنې وزارت د دغه ولايت د مدارسو لپاره ١٦١ د ښوونکو بستونه ځانګړي کړي دي.
سمنګان
د سمنګان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي نصرت الله فیضاني، دره صوف بالا ولسوالۍ ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې د پوهنې آمريت اداري او تدریسي څانګو او یو شمېر ښوونځيو د څلور نیم میاشتنیو آزموینو ترسره کېدو څرنګوالی و ارزاوه.
بادغیس
د ا.ا.ا له ۵۰ تنو م/جاهدينو څخه د لسم او يوولسم ټولګيو د سويې تثبيت آزموینه واخیستل شوه.
د دغه ولايت پوهنې رئيس مولوي محب الله احسان د آزموينې له ګډونوالو وغوښتل، چې له دې فرصت څخه پوره ګټه پورته کړي، ترڅو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
دایکنډي
د دايکنډي ولايت پوهنې په رياست کې د ١٤٠٢ لمريز کال کانکور آزموينې لپاره د تنظيم کمېټې همغږۍ غونډه جوړه شوه.
ياده کميټه چې د ولايت مقام، پوهنې، لوړو زده کړو، استخباراتو او د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ له استازو جوړه شوې وه، د دایکنډي ولایت په مرکز کې د کانکور آزموينې اخيستلو په بهير او بایومټریک پروسې د آسانتياؤ لپاره يې د مناسب ځاى په ټاکلو بحث او پرېکړې وکړې.
لغمان
د لغمان ولایت الیشنګ ولسوالۍ پوهنې آمر د دې ولسوالۍ د ښوونځیو له مدېرانو سره د لیدنې پر مهال د اداري او تدریسي چارو د سمون او د فارغانو د پايلو جدولونو ترتيبولو په اړه بحث او خبرې وکړې.