د پوهنې وزارت د تشکيلاتو رئيس، د سمنګان ولایت له یو شمېر دیني بنسټونو څخه لیدنه وکړه
![123](/sites/default/files/2023-07/whatsapp_image_2023-07-29_at_11.49.06_am.jpeg)
د پوهنې وزارت د تشکيلاتو رئيس عبدالحلیم حلیمي، په داسې حال کې چې د سمنګان ولايت د پوهنې ریاست مشرتابه او د علماوو شورا استازو له لوري يې ملتيا کېده، د ياد ولايت له اسلامیه حنفي، نور المدارس ،تنویرالافکار دارالعلومونو او شباب المسلمين دارالحفاظ څخه لیدنه وکړه.
نوموړي د يادو ديني مرکزونو له استادانو او زده کوونکو سره د ليدنو په ترڅ کې، د هغوى اداري او تدريسي چارې وڅېړلې. وروسته د سمنګان ولایت مرکزي دارالایتام ته ولاړ او د هغوی د زده کړو وضعیت د څېړلو وروسته يې د يتيمو زده کونکو احصایه د ځانګړو فورمونو په اساس را ټوله کړه.
د يادونې وړ ده، په هغو کتنو کې چې د پوهنې وزارت د تشکيلاتو رئيس له مسؤلینو سره درلودې، د درسي بهیر پر ارزونه او ښه والي د يادونې ترڅنګ یې یو لړ ستونزې او وړاندیزونه هم واورېدل او په خپلو خبرو کې يې ټينګار وکړ چې يادې ستونزې او وړانديزونه به د وزارت له مشرتابه سره شريک کړي.