د پوهنې وزارت د تشکيلاتو رئیس دبلخ له والي سره وکتل
دپوهنې وزارت دتشکيلاتو رئیس مفتي عبدالحلیم حلیمي دهېواد شمالي ولایتونو ته دخپلو کاري سفرونو په دوام، په داسې حال کې چې د ياد ولایت پوهنې رئيس عبدالجلیل شهیدخېل له لوري یې ملتیا کېده دبلخ له والي الحاج محمد يوسف وفا سره وکتل د پوهنې وزارت پلاوي د ياد ولایت له والي او رهبرۍ سره په جلا جلا کتنو کې، ياد ولایت ته د خپل سفر موخې له هغوی سره شریکې کړې او د پوهنې له نظام سره یې د ياد ولایت د رهبرۍ له همکارۍ قدرداني وکړه. ورپسې د بلخ والي د هېواد بچيانو لپاره د متوازنو ښوونیزو خدمتونو د وړاندې کولو، د دیني مدارسو د پیاوړتیا او د علماوو د پاملرنې په برخه کې د پوهنې وزارت د رهبرۍ هڅې وستایلې او د ښوونیزو پروګرامونو په تطبيق او برابرولو کې یې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.