د پوهنې وزارت د بشري سرچینو او اداري پراختیا ریاست کې، د مراجعینو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو د ښه والي په موخه، د همغږۍ غونډه جوړه شوه.
د پوهنې وزارت د بشري سرچینو او اداري پراختیا لوی رئیس مفتي محمد یوسف ثاقب، په هغه غونډه کې چې د مراجعینو د کارونو د پر وخت اجرا او له هغوی سره د ښه چلند په موخه جوړه شوې وه، ګډون وکړ.
په یاده غونډه کې چې د پوهنې وزارت د بشري سرچینو او اداري پراختیا د لوی ریاست د څانګو د آمرینو او مدېرانو په ګډون جوړه شوې وه، د بشري سرچینو او اداري پراختیا لوی رئیس د مامورینو د نظم او دسپلین په برخه کې، د یادې ادارې کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
ورپسې د پوهنې وزارت د بشري سرچینو او اداري براختیا ریاست، د تشکیلاتو او ګمارنې آمرینو، د ورسپارل شویو دندو د لا ښه تطبیق په اړه خپل نظریات او رغنده وړاندیزونه وکړل او له مشرتابه څخه یې دیو لړ شته ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
په پاى کې د بشري سرچينو او اداري پراختیا لوی رئيس، د يادو ادارو له مسئولينو سره ژمنه وکړه، چې د پوهنې وزارت سره په همغږۍ به، د شته ستونزو او ننګونو په حل کې همکاري کوي.
غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.