له ولایتو څخه د پوهنې د خبرونو لنډیز

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۲ - ۱۲:۷
123

هرات

د هرات ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالله اميني، په افغانستان کې د ترکيې د ښوونې او روزنې بنسټ له لوی رئیس احمد تکور سره وکتل او د هرات له پوهنې رياست سره د یاد بنسټ د دوامداره همکاريو قدرداني وکړه.
د پوهنې رئیس د ترکيې د ښوونې او روزنې بنسټ له لوی رئیس څخه وغوښتل، چې د هرات پوهنې رياست د پروګرامونو د پلي کېدو په برخه کې له یاد رياست سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
په پاى کې د ياد بنسټ لوی رئیس، له پوهنې رياست سره د همکاريو د دوام ډاډ ورکړ.

ننګرهار

د ننګرهار ولايت پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني، د یاد ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د محمد حسن شيباني خصوصي دارالعلوم او دارالایتام اداري او تدريسي چارې وڅېړلې او د قرآني علومو پرفضیلت او د بې سرپرسته زده کوونکو په سالمه ښوونه او رزونه يې ټينګار وکړ. 

دایکنډي

د دایکنډي ولایت پوهنې رئیس الحاج مفتي رحمت الله مدثر، د یاد ولایت مرکز اړوند د پای نیلي د ښځینه وو منځني ښوونځي له تدریسي او اداري چارو څخه څارنه وکړه.
  د یاد ولایت پوهنې رئيس له ښوونکو او زده کوونکو سره د جلا جلا کتنو په ترڅ کې، ښوونکي لاښه تدريس او زده کوونکي د علم او پوهې زده کړې ته وهڅول.

زابل

د زابل ولایت پوهنې ریاست له لوري اړتیا په کتو مولوي محب الله فهیم د یاد ولایت پوهنې ریاست د مخابراتو د مدېر په توګه وټاکل شو او د پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل ولي متقي له لوري، د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

کابل

د کابل ښار پوهنې ریاست اداري غونډه د یاد ریاست د آمرینو او مسئولینو په ګډون جوړه شوه .
په یاده غونډه کې، د ښوونیزو چارو د سمون، د ښوونځیو د اداري او تدریسي ستونزو د حل او د لاښو ښوونیزو خدمتونو د وړاندې کولو په اړه پکې تفصیلي بحثونه وشول.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس بدخشان ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې بدخشان ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي نصرت‌الله فیضاني سره وکتل او خبرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۲
Background image

په غزني ولایت کې د شاوخوا یو میلیون افغانیو په لګښت یوه دیني مدرسه جوړېږي

 د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په خاربلاق کلي کې د «بدرالشهدا» مدرسې بنسټ ډبره،
 د پوهنې مسوولینو او د سیمې اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
یاده مدرسه د سیمې خلکو په مالي همکارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د درسي ټولګیو او کتابتون جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت په بکخېل ولسوالۍ کې « د فیض المدارس حمیدیه دیني مدرسې» لپاره د درسي ټولګیو او یو کتابتون جوړولو کارونه پیل شوي، چې ارزښت یې ۳۵۰ زره افغانۍ دی او د سیمې د خلکو په مالي. . .

BACK TO NEWS