له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه
![45](/sites/default/files/2023-08/whatsapp_image_2023-08-20_at_12.24.20_pm.jpeg)
هرات
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت، د څارنې او ارزونې ریاست د کارپوهانو یو پلاوی، د هرات ولایت پوهنې ریاست له مرکزي څانګو او د ښار او ولسوالیو پوهنې آمریتونو څخه د لیدنې او څارنې په موخه، یاد ولایت ته سفر وکړ.
د هرات ولايت پوهنې سرپرست مولوي عبدالجليل مزمل، د یاد پلاوي لپاره په اړوندو چارو او وړاندیزونو کې، د آسانتیاوو برابرولو ژمنه وکړه.
د پلاوي د څارنې موخه، د هرات ولایت پوهنې ریاست او ښوونځیو پر وړاندې د شته ننګونو حل او د پوهنې کیفیت لوړول وو.
بلخ
د بلخ ولایت پوهنې ریاست او مولانا جلال الدین محمد بلخي خصوصي پوهنتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د یاد هوکړه لیک له مخې به، هغو استادانو او د پوهنې کارکوونکو ته چې په یاد پوهنتون کې زده کړې کوي تخفیف ورکول کېږي او د یاد ولایت د ښوونځیو او ښوونیزو بنسټونو د محصلینو لپاره به د عملي او څېړنیزو کارونو په برابرولو کې همکاري کوي.
کابل
د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني، د استقلال او حبیبیې لېسو څخه لیدنه وکړه او د یادو لېسو له ښوونکو او زده کوونکو سره یې د جلا جلا کتنو په ترڅ کې، د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د ښوونيزو چارو د لا ښه والي په موخه یې، د دواړو لېسو مسئولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.
پکتيکا
د پوهنې وزارت د داخلي پلټنې پلاوي، د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مالي او اداري چارو له دقیقې څېړنې او ارزونې وروسته، د خپلو څېړنو پایلې د پوهنې ریاست له رئیس او مشرتابه سره شریکې او د حل په موخه یې نظرونه تبادله کړل.
د یو بل خبر له مخې:
د ۱۶۴ زرو او ۸۵۰ افغانیو په ارزښت د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست له لوري، شپږ قلمه ښوونیز توکي وپېرودل شول او د یاد ولایت په ټولو لېسو ووېشل شول.