د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس د کابل له عربي دارالعلوم څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د دارالعلومونو رئیس مولوي عبدالقدوس قدوسي، په داسې حال کې چې یو شمېر علماوو او مسئولینو یې ملتیا کوله، د کابل له عربي دارالعلوم څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې نوموړي د یاد دارالعلوم ښوونیز وضعیت له نیږدې وڅېړه او د یادې ادارې د فعالیتونو د پرمختګ، درسي پلانونو، نیمګړتیاوو او ننګونو په اړه یې، له استادانو او زده کوونکو سره خبرې او مشورې وکړې.
نوموړي زده کوونکو ته د استادانو د احترام ترڅنګ له هغو ی و غوښتل، چې د دارالعلوم د کتابونو او تجهیزاتو ساتنه وکړي او د ډالیو په ورکولو سره یې هغوی زده کړو ته وهڅول. په ورته مهال د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس، د مسئولينو او زده کوونکو وړانديزونه، نظريات او ستونزې واورېدې او د حل ژمنه يې وکړه.
ورپسې نوموړي له اداري او تدریسي مرستیالانو سره یو ځای، د دارالعلوم درسي خونې، اداري خونې او د زده کوونکو لیلیه وکتله او د وضعیت د ښه والي په موخه یې مسئولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.