د پوهنې وزارت سرپرست د سږ کال کانکور له ممتازو زده کوونکو سره وکتل
![123](/sites/default/files/2023-09/whatsapp_image_2023-09-10_at_4.01.51_pm.jpeg)
د پوهنې وزارت سرپرست محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا په داسې حال کې چې د یاد وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، دیني علماوو او فرهنګي شخصیتونو هم حضور درلود، د سږ کال کانکور آزموینې له ممتازو زده کوونکو هرکلی وکړ او له هغوی سره یې وکتل.
په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د یاد وزارت د پلانونو او پروګرامونو په وړاندې کولو سره یې څرګنده کړه، چې دا.ا.ا. یو له مهمو موخو څخه د پوهنې د پیاوړتیا او معیاري کولو هڅې دي او دوی هلې ځلې کوي، چې د یوه ځواب ویونکي او متوازن ښوونیز نظام په رامنځته کولو سره خپلو هېوادوالو ته لازم پوهنیز خدمتونه وړاندې کړي.
نوموړي د قرآنکريم مبارکو آيتونو ته په اشارې سره، د اسلام د سپېڅلي دين له نظره د ښوونې او روزنې پر ارزښت خبرې وکړې او ويې ويل: له بديو څخه د ټولنې د اصلاح او د هېواد د پرمختګ يوازينۍ لار ښوونه او روزنه ده.
دغه راز نوموړي د هېواد څلوېښت کلنې جګړې او بربادۍ ته په اشارې وویل: دا زموږ د ټولو ملي وجیبه ده ترڅو خپل وطن آباد او د قومي، سمتي او ژبني تعصبونو د له منځه وړلو ترڅنګ د توحید او اسلامي ورورولۍ تر بیرغ لاندې خپل هېواد د پرمختګ او ترقۍ په لور رهبري کړو.
ورپسې د هېواد یو له فرهنګي شخصیتونو انجنیر صادق جعفري هم خبرې وکړې او د هېواد د بچیانو ښوونې او روزنې ته یې د پوهنې وزارت د مشرتابه له پاملرنې څخه خوښي څرګنده کړه.
په ورته مهال، د کانکور دممتازو زده کوونکو په استازیتوب حافظ محمود، چې د کانکور په آزموینه کې یې لومړی مقام ګټلی و، د پوهنې وزارت له رهبرۍ څخه د نوموړي دستاینې په تړاو خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې به د معاصرو علومو په زده کړې سره د خپل هېواد په آبادۍ او پرمختګ کې خپل ملي او اسلامي رول ولوبوي.
د يادونې وړ ده، چې د سږ کال د کانکور په آزموينه کې حافظ محمود د لوړو نمرو په تر لاسه کولو سره لومړى، عباس دويم او عبدالباعث په ترتيب سره درېيم مقام خپل کړى دى.