د یونیسف مؤسسې یو پلاوي د پوهنې وزارت له کیفیت تضمین معین سره وکتل

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۸ - ۱۰:۲۷
as

د یونیسف مؤسسې د ښوونیزې برخې دوه کسیزه پلاوي، د پوهنې وزارت له کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق سره د کتنې پرمهال، د هېواد له پوهنیز نظام سره د یادې مؤسسې د مرستو او همکاریو په تړاو خبرې وکړې.
یاد پلاوي د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین له معین سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د پوهنې بنسټونو، زده کوونکو او پرسونل د دقیقې احصایې په برابرولو سره به د پوهنې وزارت وکولای شي، تر څو د پوهنیز نظام ټولې اړتیاوې پوره او خپل پلانونه په دقیقه توګه پلي کړي.
همدارنګه نوموړي د پوهنې وزارت له مشرتابه وغوښتل، چې د زده کوونکو، پرسونل او ښوونیزو مرکزونو د سمو او دقیقو احصایو په راټولولو او چمتو کولو کې همکاري وکړي، ترڅو د ترلاسه شویو احصایو پر بنسټ د پوهنې وزارت سره د یادې مؤسسې په مرستو کې دقت رامنځ ته وشي.
له همدې امله دوی د پوهنې وزارت له مشرتابه سره ژمنه وکړه، چې د افغانستان د پوهنې په برخه کې به د ظرفیتونو لوړولو ته ډېره پاملرنه کوي.
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین، پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یونیسف ادارې له مرستو مننه وکړه، چې په هر ډول شرایطو کې یې له پوهنې وزارت سره کړې دي.
د پوهنې وزارت معین د مرستو پر کیفیت ټینګار وکړ او پلاوي ته یې ډاډ ورکړ، چې د یاد وزارت مشرتابه به د ښوونیزو پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې له یادې مؤسسې سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او هڅه به وکړي، چې د یادې مؤسسې د پروګرامونو او مرستو د رسولو په برخه کې ټولې آسانتیاوې برابرې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS