د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د کابل ښار له یو شمېر لیسو څخه لیدنه وکړه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۸ - ۱۳:۴
45

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس مولوي جمعه خان سروري په لارښوونه، د یاد ریاست د مدیرانو او مسئولینو په ګډون یوه پلاوي، په جلا جلا توګه د کابل ښار هود خېل نمریک او علي احمد پوپل لېسو څخه لیدنه وکړه؛ له آمرینو او زده کوونکو سره یې وکتل.

غونډې د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوې.

ورپسې د یادو لېسو آمرینو د پوهنې وزارت د د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي ته ښه راغلاست ووایه.

په ورته مهال، د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د ټولنې په نظم او پرمختګ کې د اسلام د سپېڅلي دین د لارښوونو په عملي کولو ټینګار وکړ او له ښوونکو یې وغوښتل تر څو په راتلونکي کې یو بااستعداده نسل ټولنې ته وړاندې کړي.

دغه راز پلاوي په یادو لېسو کې زده کوونکو ته د دیني درسونو د تدریس په موخه مبلغین هم وګمارل او له زده کوونکي یې وغوښتل، چې د دیني درسونو په حلقو کې برخه واخلي او له یادو درسونو څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

په پای کې د يادو لېسو مسئولينو د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست د پلان هرکلى وکړ او ژمنه يې وکړه، چې د هغه په پلي کولو کې به هر ډول همکاري وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS