د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین په یو رسمي سفر پنجشېر ولایت ته ولاړ

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۸ - ۱۲:۵۴
145

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاءالله سعید په مشرۍ پلاوی، د پنجشېر ولایت پوهنې ریاست د ښوونیزو چارو د څېړنې، د زده کوونکو د آزموينې د بهير څرنګوالي، د ښوونځیو او مدارسو د ښوونیز وضعیت د ارزونې په موخه یاد ولایت ته رسمي سفر وکړ.

په پيل کې د پوهنې وزارت معین په هغه غونډه کې ګډون وکړ، چې پکې د پوهنې رياست مشرتابه، ديني علماوو او مشرانو حضور درلود.

په یاده غونډه کې د پوهنې رئیس مولوي غلام ایشان حماس، دغه ولايت ته د پوهنې وزارت د پلاوي له ورتګ څخه د هرکلي تر څنګ، د خپلو کړنو لنډ راپور مشرتابه پلاوي ته وړاندې او دواړو لورو د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو او ننګونو په اړه تفصیلي خبرې وکړې.

ورپسې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین، یاد ولایت ته د خپل سفر د موخو په اړه ګډون والو ته معلومات ورکړل او له هغوی یې وغوښتل، تر څو د هېواد دپوهنیز نظام د پلانونو او پروګرامونو ملاتړ وکړي.

همدارنګه نوموړي له علماوو وغوښتل، چې د خلکو د عامه ذهنیت په روښانولو کې د پوهنې وزارت له ښوونیزو پروګرامونو څخه ملاتړ ته دوام ورکړي او خپل اولادونه د زده کړو په موخه ښوونځیو او مدارسو ته واستوي.

په ورته مهال یاد پلاوي د دغه ولایت د مرکز اړوند یوې لیسې ته ولاړ، او د پوهنې له مسؤلینو سره یې یو ځای د کلنیو آزموینو بهیر له نیږدې وڅاره او د آزموینو پر روڼتیا یې ټینګار وکړ.

په پلان کې ده چې دغه پلاوى به په ياد ولايت کې د خپلې استوګنې پر مهال د خلکو له استازو، د مرکز او ولسواليو د پوهنې له مسئولينو او د يو شمېر ديني مدارسو له مشرانو سره وګوري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS