د "کاردان" پوهنتون او خصوصي ښوونځيو رئیس د پوهنې وزارت له سرپرست سره وکتل

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۵:۲۶
۷عغ

د "کاردان" پوهنتون او خصوصي ښوونځيو رئیس ډاکټر احمد خالد حاتم، د پوهنې وزرات له سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا سره وکتل او د پوهنې اړوند موضوعاتو په اړه یې خبرې وکړې.

په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست د کاردان پوهنتون رئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د ټولنې د پرمختګ او د هېواد په ښېرازۍ کې د پوهنې ارزښت ته په اشارې سره وویل: یاد وزارت هڅه کوي؛ تر څو د هېواد ټولو بچیانو ته د دیني او عصري علومو په برخه کې لازمې آسانتیاوې رامنځ ته کړي.

نوموړي زياته کړه، موږ د ټولو هغو بنسټونو او اشخاصو مننه کوو، کوم چې د ښوونې او روزنې په برخه کې فعاليت او له پوهنې وزارت سره همکاري کوي.

د پوهنې وزارت سرپرست، د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (صلي الله علیه وسلم) مبارک حدیث «خیرالناس من ینفع الناس» ته په اشارې سره څرګنده کړه: تاسو د هېواد د بچیانو لپاره د ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو په جوړولو سره خپله ملي وجیبه ادا کوئ، چې د دې نېک صدقه جاریه عمل له مخې به په آخرت کې له لویو اجرونو څخه برخمن شئ.

دغه راز نوموړي د ښوونځیو زده کوونکي د پسرلي له ګلونو سره تشبيه کړل او ویې ویل، د دغو زده کوونکو په لیدلو سره د خوښۍ او تازه والي احساس کوم او ان شاءالله په مناسب وخت کې به ستاسو له ښوونځیو څخه هم لیدنه وکړم.

ورپسې د کاردان پوهنتون او ښوونځیو رئیس، د پوهنې وزارت د سرپرست د ښو احساساتو او د هېواد د پوهنې اړوند خصوصي زده کړو له سکتور سره د هغوی د ملاتړ له امله قدرداني وکړه او یادونه یې وکړه: لکه څنګه چې ښوونځي بیارغونې ته اړتیا لري، په همدې توګه زده کوونکي هم د دوی د فکرونو او استعدادونو ودې ته اړتیا لري، لیدل کېږي چې د پوهنې وزارت مشرتابه په دې اړه جدي دی.

د یادې ناستې په پای کې د "کاردان" د ښوونیزو بنسټونو رئیس د خصوصي ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو ځینې ستونزې او ننګونې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې؛ چې د یاد وزارت د مشرتابه له لوري یې د ستونزو په حل کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS