د هېواد د صنعتکارانو اتحادیې او بهير ګروپ رئیس د پوهنې وزارت د سرچينو او ادارې له معين سره وکتل

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۰ - ۱۰:۱۸
21

د افغانستان د صنعتکارانو اتحادیې او بهیر ګروپ رئيس الحاج شیرباز کمین زاده، د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې له معين مولوي صبغت الله وصيل سره وکتل.

په پیل کې د پوهنې وزارت معين د هېواد صنعتکارانو پلاوي حضور ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، په افغانستان کې د.ا.ا. په بريا سره زياته اړتيا ليدل كېږي، تر څو د پوهنې د سکتور په ګډون په ټولو برخو کې د هېواد د سوداګرو او سرمایه دارانو په مادي او معنوي مرستو سره پراختیايي پوهنيز پروګرامونه پلي او د هغوى همکاري تر لاسه کړو.

په ورته مهال د هېواد د صنعتکارانو اتحادیې رئیس وویل، د پوهنې وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د متقابلې همکارۍ لپاره د ځانګړي سیستم رامنځته کولو ته اړتیا ده.

همدارنګه د پلاوي مشر د پوهنې وزارت له مشرتابه وغوښتل، چې د هېواد د تدارکاتو له قوانینو سره سم د بهیر مطبعې ته ضایع شوي کاغذونه او استهلاک شوي کتابونه برابر کړي، ترڅو دوی وکولای شي د کتابونو او کتابچو لپاره د پوښونو په چمتو کولو کې ترې ګټه پورته کړي.

د پوهنې وزارت معين په ياده برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS