له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۲ - ۱۱:۲۳
25

میدان وردګ

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست مسئولین وايي: د " کلي" خیریه بنسټ د یاد ولایت په ۲۱ ښوونیزو مرکزونو کې ۸۱۰ تنو ځوانانو او ماشومانو ته د وړیا زده کړو لپاره زمینه برابره کړې ده.

همدارنګه یاد خیریه بنسټ د ذکر شویو ښوونیزو مرکزونو ښوونکو ته میاشتني معاشونه هم برابروي.

لغمان

په لغمان ولایت کې یو خیریه بنسټ د یاد ولایت د پوهنې له ریاست سره د ۱۰۰ کارتنو ښوونیزو توکو او وسایلو مرسته وکړه.

د یاد ولايت پوهنې رياست د یاد خیریه بنسټ له مرستو مننه وکړه او زیاتوي، چې د پلان سره سم به دغه ښوونیز توکي په استادانو او زده کوونکو ووېشل شي.

هرات

د هرات ولايت پوهنې رئيس مولوي رحمت الله جابر د کشک رباط سنګي ولسوالۍ اړوند د نورانیه، مدینة العلوم او خيرالمدراس له مدارسو او د ګلران ولسوالۍ د ګلران او قره باغ له مدارسو څخه ليدنه وکړه.

نوموړي د خپل سفر اساسي موخه، په یادو ولسوالیو کې د مدارسو لپاره د لیلیو جوړول او د ښونیزو ادارو د وضعیت ارزول وبلل.

پنجشېر

د پنجشېر ولايت پوهنې رياست له ٨٧ تنو نوماندانو څخه رقابتي آزموینه واخیسته.

په پام کې ده، هغه کسان چې معیاري نمرې ترلاسه کړي، د یاد ولایت په دارالعلومونو کې به د استادانو په توګه وګمارل شي.

بادغیس

د بادغیس ولایت پوهنې رئیس مولوي محب الله احسان د لیلیه لرونکو مدارسو د جوړولو په موخه د غورماچ او بالامرغاب ولسوالیو ته ولاړ او د یادو ولسوالیو د پوهنې له مسئولینو، دیني علماوو او قومي مخورو سره یې د اړوندو موضوعاتو په تړاو خبرې او نظرونه تبادله کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS