له ځينو ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

ننګرهار
د ننګرهار ولايت پوهنې ریاست د يوې ډله ييزې آزموينې په ترڅ کې، د ا.ا.ا. له ۳ زره ۳۰۰ تنو م.جاهدينو څخه د سويې د تثبيت آزموينه واخيسته؛ تر څو هغوی د یاد ولایت په ښوونځیو کې د زده کړو د دوام په موخه شامل شي.
د یادولو وړ ده، چې هغوی د ج.هادي بوختياوو له امله د خپلو درسونو څخه پاتې شوې وو.
همدارنګه:
له ښوونيز نظام سره د خلکو د همکاريو په دوام، نن د ننګرهار ولایت چپرهار عالي لېسې مدیر د یادې لېسې له ادارې سره د ۷ زره افغانیو په ارزښت د قرآن کریم څو سپارې او تخنیکي وسایل (لوډ سپیکر) مرسته وکړه.
بيا هم له ياد ولايت څخه:
د همدې ولسوالۍ د هدياخېلو او ماڼوخېلو لېسو يو شمېر ښوونکو او زده کوونکو د خپلو ښوونځيو دېوالونه او ځينې نورې برخې چې وېجاړې شوې وې، په خپل لګښت بياورغولې.
پکتيکا
د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د ياد ولایت د یو شمېر ولسوالیو د دیني مدارسو د طلابو ترمنځ علمي سیالۍ ترسره کړې.
د يادو سياليو بنسټيزه موخه د مدارسو د زده کوونکو د پټو استعدادونو وده ده.
د يادې پروسې ۱۵ تنو ممتازو زده کوونکو ته بېلابېلې جایزې او ستاینلیکونه ورکړل شول.
ميدان وردګ
د پوهنې په برخه کې يو همکار بنسټ، د ميدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست په همغږۍ د ياد ولایت د مرکز او یو شمېر ولسوالیو د ښوونځیو د یو شمېر آمرينو، مدیرانو او سرښوونکو لپاره لس ورځنی میتودیک سیمینار جوړ کړ.