د قرآن کریم د حافظانو د ممتحنينو د وړتيا لوړولو ورکشاپ جوړ شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۱۰:۳۱
25

نن د کابل ولايت په امام ابوحنيفه دارالعلوم کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو د معين الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده په مشرۍ د قرآن کریم د حافظانو د ممتحنينو د وړتيا لوړولو په موخه، دوه ورځنی روزنيز ورکشاپ جوړ شو.

غونډه د الهي کلام د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د پوهنې وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس مولوي عبدالرزاق صدیق مېلمنو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د ياد ورکشاپ آجنډا تشرېح کړه.

په ورته مهال د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین په خپلو خبرو کې وویل: ياد وزارت په دې هڅه کې دی، تر څو د ديني او عصري زده کړو په برخه کې ديني او ملي ګټو ته ژمن نسل ټولنې ته وړاندې کړي او دغه موخې ته درسېدو لپاره يې ځانګړي پروګرامونه په لاره اچولي دي.

د یادولو وړ ده چې یاد ورکشاپ به دوه ورځې دوام وکړي او په ترڅ کې به يې ګډون والو ته د حسن قرائت، تجوید، علم الوقف، علم الصوت، لحن او نورو برخو کې روزنه ورکړل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۴۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې ښوونیزو مرکزونو سره څه د پاسه د ۸۸۰ زره افغانیو مرسته شوې

د میدان وردګ ولایت د دایمیرداد (جلګې) ولسوالۍ اوسېدونکو په یادې ولسوالۍ کې ۹ بابه دیني مدارسو سره ټولټال ۸۸۶ زره ۶۰۰ افغانۍ مرسته کړې ده.

د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان «حریت». . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۴۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونکو د ۲۳۶ خالي بستونو لپاره د آزاد رقابت آزموینه پیل شوه

د پوهنې وزارت د ښوونکو د ګمارنې له کړنلارې سره سم، د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار او ۲۳ ولسوالیو په ښوونځیو کې د ښوونکو د ۲۳۶ خالي بستونو لپاره آزموینه، د پوهنې رئیس مولوي محمد شریف. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۴۰
Background image

په سرپل ولایت کې د ښوونکو او اداري کارکوونکو لپاره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت، د سرپل ولایت د ښوونځیو ۶۰۰ تنو ښوونکو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د پوهنې یوې ملاتړ ادارې لخوا د خوراکي توکو کڅوړې ووېشل شوې.

د سرپل ولایت پوهنې رئیس. . .

BACK TO NEWS