د ولایتونو له پوهنې ډګره لنډ خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۹:۱۷
14

ننګرهار

د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ اړوند د پوهنې یو تن مینه وال له خپل شخصي لګښت څخه، د ۸۱ زره افغانیو په ارزښت د « بړينې » منځني ښوونځي کړکۍ او دروازې ترمیم او بیاورغولې.

همدارنګه:

د همدې ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د سیمې یو تن اوسېدونکي د فارم غازي لېسې لپاره ۱۰ تختې پلاستیکي فرشونه وپېرل او د زده کوونکو د ګټې اخیستنې په موخه یې یادې لېسې ته تسلیم کړل.

په همدې ترتیب:

د ننګرهار ولایت د بي بي حوا عالي لېسې ښوونکو او مسئولینو د ۲۷ زره۴۴۰ افغانیو په ارزښت ۵ تختې فرشونه وپېرل او د یادې لېسې ادارې ته یې وسپارل.

همدارنګه د ياد ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د مندوخېلو لېسې سره ۵۱۶ مېوه لرونکي او بې ميوې نيالګي مرسته وشوه.

بلخ

د بلخ ولایت پوهنې ریاست اداري غونډه، د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالجلیل شهیدخیل تر څارنې لاندې، په دغه ولایت کې د مېشتو مرستندویه بنسټونو د مسئولینو په ګډون جوړه شوه.

په یاده کتنه کې د همکارو بنسټونو مسئولینو د خپلو پخوانیو او ورستیو ښوونیزو کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او د بلخ د پوهنې مشرتابه له پرلپسې همکارۍ یې مننه وکړه.

کندوز

د کندوز ولایت د خان آباد او آقتاش ولسوالیو د پوهنې ریاستونو د ښوونکو د مسلکي پراختیا آمریت مدیران او مسلکي غړي، د یاد ولایت د ښوونې او روزنې د آمر له لوري په اړوند بستونو کې وګمارل شول او خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شول.

دوی مخکې د یادو ولسوالیو د ښوونیزې څارنې او د ښوونکو د روزنې د کادري غړو په توګه دندې ترسره کولې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS